فراه پوهنتون کې د ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت د څېړنیز فارم جوړېدو چارې پیل شوې.
د فراه پوهنتون رسنیز دفتر مسؤل په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه پوهنتون په ساحه کې د ۲۱ میلیونه او ۷۵ زره افغانیو په لګښت د څېړنیز فارم جوړولو پروژه رسماً پیل شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، دا فارم به پر ۵۰ جریبه ځمکه جوړېږي او په پروژه کې د احاطوي دیوال، اداري ودانۍ، شنې خونې، ډیپو، د اوبو ژورې څاه، ماشین خونې، د اوبو ذخیرې حوض، ترسوبي حوض او د څاڅکي اوبو لګولو سیسټم جوړول شامل دي.
د فراه پوهنتون د معلوماتو له مخې، د دې پروژې مالي لګښت د لوړو زده کړو وزارت له بودیجې تمویلېږي، او موخه یې کرنیزو څېړنو لپاره د علمي زمینې برابرول او د زراعتي څانګو پرمختګ دی.
تمه کېږي چې د فارم رغنیزې چارې د روان کال تر پایه بشپړې شي.