هېواد کې درې جلا ترافیکي پېښو ۱۴ تنو ته مرګژوبله اړولې.
چارواکي وایي، نن چهارشنبه (د لړم ۲۱مه) په درې جلا ترافیکي پېښو کې په پنجشیر، کابل او فاریاب ولایتونو کې ۱۴ تنو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د پنجشیر امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، د دغه ولایت د دره ولسوالۍ ملیمه سیمه کې یوه فلډر موټر د سړک له اصلي مسیر څخه اوښتی او سیند ته لوېدلی دی. په دې پېښه کې ۸ تنه ټپیان شوي، چې ۴ ښځې، ۳ ماشومان او موټر چلوونکی شامل دي. چارواکي د پېښې لامل د چلوونکي نه پاملرنه او له اندازې زیات چټکوالی یادوي.
ورته مهال د کابل–جلالاباد پر لویه لار د ماهیپر په سیمه کې یو تراکتور موټر د مخکیني ټایر وتلو له امله چپه شوی دی. په دې پېښه کې یوه مېرمن او یو ماشوم ټپیان شوي دي. د روغتیايي سرچینو په وینا، د ټپیانو روغتیایي حالت د اندېښنې وړ نه دی.
له دې سره هممهاله د فاریاب ولایت امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی، چې د دغه ولایت د دولتاباد ولسوالۍ په «ځنګل» سیمه کې د کوچني ویټس او یو باروړونکي موټر د ټکر له امله څلور تنه مړه شوي دي.
چارواکي زیاتوي، د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ترافیکي پېښو د زیاتوالي اصلي لاملونه د چلوونکو بېاحتیاطي، خراب سړکونه، ګړندی تګ او د ترافیکي اصولو نهمراعتول دي.
بلخوا د اسلامي امارت مسؤلین له موټر چلوونکو غوښتي چې د غرنیو او خطرناکو سړکونو پر مهال د ترافیکي قوانینو جدي مراعات وکړي، څو د ورته مرګژوبلو پېښو مخه ونیول شي.


