په ننګرهار او غزني ولایتونو کې اووه تنه د نشهيي توکو پلور او قاچاق په تور نیول شوي.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ وياند سيد طيب حماد په وينا ددې قومندانۍ د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت پوليسو د جلال آباد ښار په بيلابيلو سيمو کې د خپلو عملياتو په پايله کې ۶ تنه د نشهيي توکو د قاچاق په تور نیولي دي.
حماد وايي ددغو نيول شوو کسانو سره بيلابيل ډوله توکي هم نيول شوي، چې دوسيې به يې وروسته قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
بل خوا د غزني چارواکي وايي چې په مقر ولسوالۍ کې یو تن له یو انداز نشهيي توکو سره نیول شوی.
په غزني کې د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې منسوبین وايي، چې دا کس له ۶۶۵ ګرامه چرسو سره لاسپهلاس نیولی شوی. د یادولو ده، چې تېره ورځ هم د غزني ولایت منسوبینو یو تن له نشهيي توکو سره نیولی و.