د سړکونو ساتنه؛ کونړ کې د سړکونو د حفاظت په پار د دوو پروژو چارې پیل شوې
د ټولګټو چارو وزارت له خوا د کونړ په ناړۍ او شیګل ولسوالیو کې د ۳۵۰ متره بولډروال او ۲۰ متره کانکریټي سړک د جوړېدو چارې پیل شوې.
د کونړ ولایت وياند عبدالغني مصمم د ياد ولايت د ټولګټو چارو رییس قاري قدرت الله معاذ له قوله ويلي، د ناړۍ ولسوالۍ عمومي سړک چې کنړ له نورستان سره نښلوي د سیند له ګواښونو څخه د ژغورلو په موخه د ۳۵۰ بولډروال چې ۶ متره پلنوالي به ولري چارې پیل شوې.
بلخوا بيا شيګل ولسوالۍ سورړانو خوړ کې هم د ۲۰ متره کانکريټي ديوال جوړولو چارې پیل شوي چې پرمټ به یې د عمومي سړک د له مینځه وړلو مخه ونیول شي.