slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د پاکستان د لوی درستیز د ګډې کمېټې مشر جنرال ساحر شمشاد مرزا او د هغه پلاوي سره ناسته وکړه، چې په ترڅ کې یې دواړو هېوادونو د افغان-ټرانس رېل لارې د درې اړخیز تړون ژر عملي کېدو ته ټینګار وکړ.

د ناستې پر مهال دواړو مشرانو د دوه اړخیزو اړیکو، ستراتیژیکې همکارۍ او څو اړخیزو همکاریو د پراختیا پر موضوعاتو خبرې وکړې. همداشان، د فبرورۍ میاشتې د پاکستاني صدراعظم شهباز شریف د ازبکستان سفر پر مهال شوي هوکړې د عملي کولو اهمیت هم یاد شو.

د راپورونو له مخې، د روان کال له پیل راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزه راکړه ورکړه ۲۳ سلنه زیاته شوې او د کارګو ټرانسپورټ کچه ۵۰ سلنې ته لوړه شوې ده. په کراچۍ او لاهور کې نوي سوداګریز مرکزونه پرانیستل شوي او د مستقیمو الوتنو شمېر هم زیات شوی دی.

د نظامي او پوځي تخنیکي همکاریو ترڅنګ، دواړو هېوادونو د عصري امنیتي ګواښونو او ننګونو پر وړاندې د ګډو اقداماتو په عملي کولو ټینګار کړی دی.

ښاغلي میرضیایف څو ورځې وړاندې په ترکمنستان کې هم د سیمې د هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د افغان-ټرانس رېل لارې د چټک تطبیق غوښتنه کړې وه او دغه پروژه یې د سیمه‌ییزې اقتصادي پراختیا لپاره حیاتي بللې ده.

د یادونې وړ ده، چې د افغان-ټرانس رېل لارې د امکان‌سنجونې تړون تېره میاشت د اسلامي امارت د ټولګټو چارو وزارت، د ازبکستان د ټرانسپورت وزارت او د پاکستان د رېل لارې وزارت ترمنځ په کابل کې لاسلیک شوی و. پاکستاني وزیر اسحاق ډار ویلي، چې دغه رېل لاره به د مرکزي او سویلي اسیا ترمنځ د مالونو د ترانزیت نوې لاره پرانیزي او د سیمه‌ییزې سوداګرۍ او اقتصادي ودې په پراختیا کې به مهمه ونډه ولري.