slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

 د زمري په ۵مه، د هرات ولایت د اسلام‌کلا په سرحدي ګمرک کې له اړوندو ولایتي ادارو سره په همغږۍ ۱۷.۵ ټنه تاریخ‌تېر خوراکي توکي د باصلاحیته استازو په حضور کې وسوځول شول.

یاد توکي یا خو په قاچاقي ډول هېواد ته را وارد شوي ول، او یا هم له بهرنیو هېوادونو څخه تاریخ‌تېر واردات ول چې د ګمرک په هنګرونو کې ساتل کېدل.

د چارواکو په وینا، دا ډول اقدامات د خلکو د روغتیا ساتنې، د بازار د کنټرول، او له معیاري توکو څخه د ملاتړ په موخه ترسره کېږي.