پنجشیر د اقتصادي پرمختګ پر لور؛ له ۲۰۰ ډېر معدنونه موندل شوي
پنجشیر ولایت چې پخوا له بنسټیزو
خدماتو، پراختیایي پروژو، او کاري فرصتونو بېبرخې و، اوس د اقتصادي وده مهم پړاو
ته داخل شوی. سیمهییز چارواکي وايي، په دې ولایت کې د ۲۰۰ څخه زیات معدني ساحې کشف شوې دي، چې له جملې یې ۱۰۰ معدنونه د استخراج لپاره چمتو شوي.
د پنجشیر والي وايي، دا معدنونه تر ډېره په پریان ولسوالۍ کې موندل شوي او د استخراج چمتووالی یې بشپړ شوی دی. نوموړی زیاتوي، چې ډېر ژر به د دې معدنونو عملي کار پیل شي، چې دا به د ولایت اقتصاد او کاري فرصتونو ته پراخ بدلون راولي.
په ورته وخت کې د تخنیکي سروې ټیمونو له لوري په دره ولسوالۍ کې د قیمتي ډبرو نښې هم مشاهده شوې دي، چې اوس مهال پرې تخنیکي څېړنې روانې دي.
په پنجشیر کې یو شمېر معدنکاران وايي، د دې معدنونو استخراج به د سیمې اقتصاد ته مستقیمه ګټه ورسوي او خلکو ته به سلګونه کاري فرصتونه برابر شي.
پنجشیر ولایت چې له کلونو راهیسې د
پرمختیا له بهیر نه پاتې و، اوس د نوي ژوند نښې ښيي. د برېښنا، روغتیا، تعلیم،
مواصلاتو او سوداګرۍ برخو کې هم پراختیایي کارونه روان دي، چې دا ولایت د یوه
اقتصادي مرکز بڼه خپلوي.