slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image



وړمه ورځ دوشنبه، د غبرګولي ۵مه، ۱۴۰۴ د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق او ورسره مله پلاوي یې د هرات ولایت له بدني روزنې او ورزش ریاست څخه لیدنه وکړه او د یاد ریاست کارمندانو ته یې په خپلو برخو کې لازمې لارښوونې وکړې.

په دې لیدنه کې، چې د هرات ولایت د ورزشي ادارې رئیس مفتي عبدالرحیم رحماني رهبري پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د وروستیو میاشتو د کړنو تفصلي ګزارش یې وړاندې کړ. په ناسته کې د یادې ادارې د کارمندانو نظرونه او وړاندیزونه هم واورېدل شول.

ښاغلي وثیق په خپلو خبرو کې دوی ته وویل: موږ تل هڅه کړې، چې خپلو امکاناتو ته په کتو د ولایتونو ورزشي ادارو ته ځانګړې پاملرنه وکړو، هرات د ورزش له اړخه غني ولایت دی، تاسې کوښښ وکړئ، چې خپل مسؤلیتونه په ښه بڼه اداء کړئ او په خپلو کارونو کې له پوره اخلاص او توجه څخه کار واخلئ.