نورستان کې د ۸ زيانمنو شويو کورنيو سره د کور د اړينو وسايلو مرسته وشوه
د نورستان ولايت وياند فريدون صميم وايي چې ددې ولايت د والي الحاج قاري زين العابدين عابد په سپارښتنه،د lOM مؤسسې له لوري، د وايګل ولسوالۍ په ژک سيمه کې د اتو هغو زيانمنو شويو کورنيو سره د کور د اړينو وسايلو مرسته وشوه چې څو ورځې وړاندې يې کورونه په اورلګېدنه کې زيانمن شوي و.