slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

په یادو مراسمو کې د خوست ښاروال مفتي شهزاد نور راشد وویل، چې د بارانونو په موسم کې د سیمې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو، نو د ښاروالۍ د پلان شویو پروژو ترڅنګ دا پروژه د ۱۲۰۰ فامیلیو اوسیدونکو د غوښتنو پر بنسټ پیل شوه، چې شاوخوا ۶ کیلومتره لښتي او ۱۸۹ پلچکونه به پکې د نیږدې ۱۸ میلیونه افغانیو په مصرف سره جوړ شي او ګڼو کسانو ته به پکې د کار زمینه برابره شي.

د خوست ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محبوب شاه قانت وویل، چې د اسلامي نظام تر سیوري لاندې د هېواد د رغونې چارې چټک شوي دي. نوموړي د ښاروالۍ او شرکتونو د انجینرانو هڅې وستایلې او ټینګار یې وکړ، چې دا ډول پروژې باید په اخلاص سره ترسره شي، ځکه دا هېواد مو ګډ کور دی او هر افغان باید د پرمختګ لپاره خپله ونډه ورکړي.

د ښاروالۍ تخنیکي او سکتوري آمر انجینر جاوید جمشید وویل، چې پروژه به د خوست ساختماني شرکت له لوري د ښاروالۍ تر نظارت لاندې په شپږو میاشتو کې بشپړه شي. د دې ترڅنګ به لسګونه کسان په دغه پروژه کې په کار بوخت وساتل شي.