slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د بادغیس ولایت د والي الحاج حافظ محمد امین جان عمري، د نه ستړي کېدونکو هڅو او د بادغیس د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست، د همغږۍ په نتیجه کي، نن  د "OMA" خیریه دفتر له لوري د ولایت مرکز او اړوندو ولسوالیو ۹۰۰ بېوزلو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته ووېشل شوه.

یادو مرستو کي اوړه، وریجي، غوړي، بوره، لوبیا او دال شامل وو، چي د شهیدانو ورثه، معلولینو، یتیمانو، کونډو ښځو، فقیرو او بېوزلو ته ورسول شوې.

د مرستو د وېش پر مهال، د بادغیس محترم والي، د مرستندویه دفتر له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چي همیش یې د یتیمانو، کونډو، او بې وزلو کورنیو لاس نیوی کړی دی.

یکشنبه ١۶ صفر ۱۴۴۷ هجری قمری