د مخابراتي خدماتو غځونه؛ د پروان لپاره ۱۱ مخابراتي شبکې منظورې شوې
د پروان ولايت مقام وياند حکمت اللّٰه شميم وايي،ددې ولايت والي مفتي محمد ادريس انوري د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ له چارسمبال الحاج مولوي نجیب اللّٰه حيات حقاني سره وليدل او په پروان کې يې ترې د لانورو مخابراتي شبکو غوښتنه وکړه.
شميم زياتوي؛ په دې ليدنه کې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ چارسمبال وزير د پروان ولايت لپاره ۱۱ مخابراتي شبکې منظورې کړې، چې ددې شبکو څخه يې، ۶ مخابراتي شبکې وړاندې منل شوې وې او پاتې ۵ يې د پروان ولايت د مقام د وړانديز په پايله کې منظور شوې.