هرات کې امنیتي ځواکونو یو غلا شوی موټر وموند.
د هرات د امنیې قوماندانۍ چارواکي وايي، د انجیل ولسوالۍ پولیسو د ځانګړو پلټنو په ترڅ کې یو موټر- چې څه موده وړاندې د دغې ولسوالۍ له اړوند سیمو څخه غلا شوی و- بېرته ترلاسه کړی دی.
د امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، دغه موټر د امنیتي ځواکونو د جدي هڅو او پلټنو پایله کې کشف شو او اوس مهال د اسنادو پر بنسټ خپل قانوني خاوند ته د سپارلو لپاره چمتو دی.
چارواکي زیاتوي چې د دې قضیې په تړاو تر اوسه هېڅ څوک نه دي نیول شوي، خو د تحقیقاتو او تعقیب بهیر روان دی او هڅې روانې دي څو د غلا پېښې اصلي عاملین ونیول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
امنیتي ځواکونه ټینګار کوي چې د خلکو د مال او ځان ساتنه یې لومړیتوب دی او د هر ډول جنايي قضیو پر وړاندې د قانون په رڼا کې جدي مبارزه کوي. دوی له خلکو غوښتنه کړې چې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره له پولیسو سره هر ډول همکاري وکړي.