slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image




نن د جمعې په مبارکه ورځ د دایکنډي ولایت په مرکز، نیلي ښار کې د غزې د مظلومو او بې دفاع مسلمانانو د ملاتړ په موخه د قرآنکریم ختم ترسره شو. دغه دیني مراسم د یاد ولایت د ولسونو په نوښت، د نیلي ښار په جامع جومات کې ترسره شول.

د ختم شريف پر مهال د غاصب صهیونیستي رژیم له خوا پر مظلومو فلسطینیانو د وحشيانه بریدونو او جنایتونو کلکه غندنه وشوه. ګډونوالو د اسراییلي یرغلګرو د ظلمونو پر وړاندې خپل ژور غم او کرکه څرګنده کړه او له نړیوالو، په ځانګړې توګه له اسلامي او عربي هیوادونو یې وغوښتل چې د غزې د مظلومو مسلمانانو غږ واوري، له هغوی سره بشري مرستې وکړي او د صهیونیستي رژیم د بې‌رحمانه بریدونو د بندېدو لپاره جدي اقدام وکړي.

په دې مناسبت د دیني علماوو، قومي مشرانو او عامو خلکو له خوا دعا وشوه چې الله تعالی دې د غزې مسلمانانو ته نجات ورکړي، د ظالمانو شر دې دفع کړي، او اسلامي امت ته دې یووالی، همغږي او بریا ورکړي.