slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د سوریې له ولسمشر احمد الشرع سره پټه لیدنه وکړه. الشرع چې مخکې د القاعدې قوماندان و، تر دې وړاندې د واشنګټن د «ترهګرو تور نوملړ» برخه و او نوموړی اوس هڅه کوي، چې د سوریې د څو لسیزو نړۍواله انزوا پای ته ورسوي.

واشنګټن ته د الشرع د سفر تر ټولو مهم هدف دا و، چې د امریکا له لوري پر سوریې لګول شوي سخت اقتصادي بندیزونه په بشپړ ډول لغوه شي. هغه له ولسمشر ټرمپ سره د تړلو دروازو تر شا پټه لیدنه وکړه. هم‌مهاله، د امریکا د خزانې وزارت اعلان وکړ چې د «سزار قانون» د تطبیق مهلت به ۱۸۰ نورو ورځو ته وغځوي، خو د دغو بندیزونو بشپړ لرې کول یوازې د کانګرس له پرېکړې وروسته ممکن دي.

دا په داسې حال کې ده، چې الشرع ته د نورو مېلمنو په څېر شانداره هرکلی نه دی ورکړل شوی، بلکې هغه سپینې ماڼۍ ته د معمول دروازې څخه نه له یوې بلې دروازې ننوت چېرې چې خبریالانو یوازې یوه شېبه ولید او هغوی ته د داخلېدو اجازه ورنکړل شوه.

وروسته د خزانې وزارت د ۲۰۱۹کال د سزار قانون د تطبیق په اړه نوی فرمان صادر کړ، چې د بشري حقونو د سرغړونو په تور د اسد پر رژیم سخت بندیزونه لګولي وو. دغه نوی ګام چې د ۱۸۰ورځو لپاره د بندیزونو ځنډ غځوي، د خزانې وزارت په وینا، د سوریې د بندیزونو د نرمښت دوام ته د امریکا ژمنتیا ښيي.

الشرع چې ۴۳کلن دی، تېر کال د بشارالاسد حکومت له نسکورولو وروسته واک ته ورسېد.

له هغه وروسته، د سوریې سیمه‌ییز سیاست په چټک بدلون کې دی. له ایران او روسیې څخه یې مخ اړولی او د ترکیې، خلیج هېوادونو او امریکا پر لور روان دی.