slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست د یوه خبر له مخې د دې ادارې اړوند د سوکوهنې ملي فدراسيون ۱۱ کسيزه ملي لوبډله ( ۷ لوبغاړي او يو څلور کسیز پلاوی) د سوکوهنې (پهلوان پوريای ولی) جام لومړي پړاو نړيوالو سياليو کې د ګډون په موخه ايران هېواد ته روانه شوه. په دې سياليو کې به د افغانستان په استازولۍ اووه سوکوهونکي له ۵۰ تر ۹۰ کيلو وزني کټګورۍ کې د خپلو سيالانو پر وړاندې ولوبېږي.

 د يادې لوبډلې د مخې ښې په مراسمو کې د هېواد د ورزش عمومي رياست ريس مولوي احمدالله وثيق ، د المپيکي چارو ريس داد محمد پاينده اختري، د المپيک کميټې لومړي مرستيال باور هوتک او نورو ورزشي مسوولينو ګډون کړی وو.

د يادې لوبډلې د مخې ښې په مراسمو کې ښاغلي مولوي احمدالله وثيق، لوبغاړو ته د اړينو لارښوونو ترڅنګ وويل، «تاسو په دې سیالیو کې د افغانستان استازي ياست. له خپلو سيالانو سره داسې رويه وکړئ، چې ستاسو له اخلاقو اغيزمن شي او د ښو اخلاقو کپ ګټلو سربېره له مډالونو سره هېواد ته راستانه شئ».

د ۲۰۲۵ م کال د سوکوهنې (پهلوان پوريای ولي) جام لومړی پړاو نړيوالې سیالۍ به د افغانستان په ګډون د ۲۲ هېوادونو ترمنځ د روان کال د اپريل میاشتې پر ۲۶مه نېټه د ايران په کوربتوب د دې هېواد خوی ښار کې پيل شي، چې د مې میاشتې تر ۳مې نيټې به دوام وکړي.