د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت؛ درېیو ولایتونو کې ۲۲ تنه روږدي له خپلو کورنیو سره یوځاي شول.
کورنیو چارو وزارت کې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت پولیسو د هېواد په درېیو ولایتونو؛ دایکندی، پروان او سمنګان کې د ۲۲ روږدو کسانو د درملنې او سالمې بیرته راستنېدو پروسه بشپړه کړه.
د خبرپاڼې له مخې، دا کسان مخکې د درملنې لپاره د یادو ولایتونو له بېلابېلو سیمو راټول شوي وو. دوی د بشپړ طبي او رواني درملنې تر څنګ د ټاکل شوې کمېټې تر څارنې لاندې اړین ملاتړ ترلاسه کړ.
د درملنې پروسې تر بشپړېدو وروسته ټول روږدي په سالمه توګه خپلو کورنیو ته وسپارل شول. کورنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د نشهیي توکو د روږدو کسانو درملنه او د بیا ادغام پروسه به دوام ومومي او ورته ټول اړین خدمات به وړاندې شي.