slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د بنجشېر د کانونو او پټرولیم ریاست چارواکي وايي چې د تخنیکي سروې په پایله کې د دغه ولایت په ۱۹ سیمو کې لس ډول نوې معدني زېرمې او قیمتي ډبرې موندل شوې دي.

د یاد ریاست رئیس مولوي محمدقاسم امیري د باختر آژانس ته وویل چې د وزارت مسلکي ټیمونو دا سروې د عنابه، رخې، آبشار، درې، حصه اول پریان او بازارک په ګډون څو سیمو کې ترسره کړې ده. د نوموړي په وینا، په دغو ځایونو کې د اکوامارین، شورل، بیروج، سرپکتین، نفرایټ، اسکوپولایت، سوین، سرب، اوسپنې او یاقوت زېرمې پېژندل شوې دي.

امیري زیاته کړه چې له قانوني مراحلو وروسته به دغه زېرمې د داوطلبۍ له لارې په قرارداد ورکړل شي، څو د ملي عوایدو د زیاتوالي او اقتصادي ودې لپاره ترې اغېزمنه ګټه واخیستل شي. د مسؤلینو په خبره، تر دې وړاندې هم په پنجشېر کې د زمردو ۲۶۰ او د بیروجو لس کانونه ثبت شوي وو.

چارواکي وايي، د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته د کانونو د قانوني سروې او منظم استخراج لړۍ نوره هم چټکه شوې چې د هېواد د طبیعي زیرمو د اغېزمن مدیریت لپاره یو مثبت پرمختګ بلل کېږي.