slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د لغمان ولايت صنعت او سوداګرې ریاست په مشري د نرخونو او  وزنونو او احتکارڅخه د مخنیوی کميسيون مهترلام ښار کې ترسره شوه.

د نرخونو د کنټرول او احتکارڅخه دمخنوی کمېسیون چې مشري یې د لغمان ولايت صنعت او سوداګرۍ رئیس مولوي سلامت خان بلال کوي د مهترلام ښار د خوراکي توکو، چرګانو قصبانو،او نانوایانو د چرګانو د دانی،درملتونونو ،دوکانونوڅخه ليدنه وکړه.

د نوموړي کمیسون مسولینو د فارمدارانو اتحادي رٸیس او  نورو هټيوالو  ته  سپارښتنې وکړې چی د ټولو،خوراکی اوغیری خوراکی توکو په، پلورلو کې له انصاف څخه کار واخلي او د لوړو نرخونو اوکم وزنونو څخه په جدي ډول ډ ډه  وکړي.

د کمیسون مسولین وویل چې هغه اشخاص چی په اینده کی دټاکلی نرخ پاڼی څخه په لوړقیمت توکی پلوری د لایحي څخه سرغړونی کوي د اسلامی امارت داصولو سره سم چلند به ورسره وشې.