د خوست امنیه قومندان د شمل دوه منده ولسوالۍ ته د سفر پر مهال د ولس او مسؤلینو ترمنځ د رغنده اړیکو پر زیاتوالي ټینګار وکړ.
د خوست امنیه قومندانۍ وايي چې د دې ولایت امنیه قومندان الحاج ملا عبدالله حماد د خپل کاري ګروپ په ملتیا د شمل دوه منده ولسوالۍ له مسؤلینو او قومي مخورو سره لیدنې ترسره کړې.
امنیه قومندان ځایي مسؤلینو ته ویلي، چې د ولسونو سره سالمې اړیکې پراخې کړي او د ګډو هڅو پر اساس په سیمه کې ناقانونه کړنې مهار کړي.
ورته مهال امنیه قومندان د ولسي مخورو سره په ناسته کې پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، چې د ولسي همکاریو نتیجه ده، چې مسؤلین خپل امنیتي او تعقیبي اجرأت پرته له کوم ځڼډه بریالي او دوامدار ساتلي دي.
قومي مخورو هم په یاده ولسوالۍ کې د امنیتي ثبات د دوامداره ساتلو لپاره د امنیتي منسوبینو هڅې وستایلې او په دې برخه کې یې له امنیه قومندان څخه ځانګړې مننه وکړه.
په ورته توګه امنیه قومندان د یادې ولسوالۍ له امنیتي حوزې چارې او فعالیتونه هم وکتل او مسؤلینو ته د چارو د ښه ترسراوي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې.
د یادونې وړ ده، چې له امنیه قومندان سره په یاد سفر کې د اداري چارو مرستیال قاري میر سعید خان، د تامیناتي چارو مرستیال مولوي تحصیل ګل مهاجر، د دفتر مدیر قاري اشرف شاهین، د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي محمد رسول وطن مل، د نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر قاري واحدالله متوکل، د لوژیستیک پلان امر مولوي عبدالصمد، د تعمیراتو مدیر مولوي عبدالناصر ناصري، د دعوت او ارشاد مدیر مولوي غوث میر حقاني، د ترورېزم ضد مدیریت مرستیال مولوي محمد الله حامد، د مخابرې او معلوماتي ټیکنالوژۍ د ورکشاف امر مولوي سعید الرحمن زاهد او د عملیاتي کنډک قومندان کریم الله اتل هم ملتیا کوله.