slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت خبر ورکړی، چې د غزني ولایت د زرکشانو د پولي میتال کان د اکتشاف، استخراج او پروسس لپاره د یوه خصوصي شرکت سره رسمي هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

د وزارت له قوله، دا هوکړه‌لیک د اسلامي امارت د حاکمیت لاندې د کانونو د مسلکي او مسوولانه کیندنې لپاره ترسره شوې او یوازې هغو شرکتونو ته ورکړل شوې، چې لازمې تخنیکي وړتیاوې لري.

د کان مساحت شاوخوا ۲۴۰ کیلومتره مربع دی، او تمه ده چې د دې کان له اکتشاف او استخراج څخه به د سیمه‌ییز اقتصاد په پراختیا کې ګټور اغېز ولري.