slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار ولایت د پچيراګام ولسوالۍ امنیتي مجاهدینو نن ورځ یو تن هغه مهال لاس په لاس ونیوه، چې غوښتل یې شپږ کیلو قیمتي د سرپنټین په نامه ډبره. د «فنګزيو تنګي» څخه په غیرقانوني ډول انتقال کړي.

نیول شوی کس د پچيراګام ولسوالۍ اړوند د لوړې مېنې پوستې مجاهدینو له‌خوا د شکمن حرکت له مخې ودرول شو، او د پلټنې پر مهال ترې یاده اندازه قیمتي ډبرې ترلاسه شوې، چې غوښتل یې په پټه  يې قاچاق کړي.

نیول شی کس اوسمهال تر پوښتنو لاندې دی چې وروسته به رسما عدلي او قضایې اورګانونو ته وسپارل شي

د ملي شتمنیو، طبیعي زیرمو او عامه منافعو د قاچاق مخنیوی مو جدي لومړیتوب دی، او دا ډول هڅو ته به کلک او قانوني ځواب ورکول کېږي.