د ننګرهار کرکټ ادارې له خوا په دې ولایت کې د ۴۲دولتي او خصوصي ښونځیو تر منځ د کرکټ سیالۍ پیل کړي.
د ختیځ زون کرکټ ادارې له لوري تېره ورځ په ننګرهار کې د ۴۲ دولتي او خصوصي ښوونځیو د کرکټ لوبډلو ترمنځ ۱۵ ورځنۍ سیالۍ پیل شوې.
دغه سیالۍ- چې د جلال آباد ښار په سراج العمارت بڼ کې پیل شوې دي- د پرانیستې په مراسمو کې یې د ورزش او المپیک ریاست، د پوهنې ریاست مسؤلین او همدارنګه د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست اړوند د ځوانانو چارو آمر ګډون کړی و.
د ځوانانو چارو آمر قاري محمد آصف زهیر وویل؛ د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست تل هڅه کړې، ځوانانو ته د فکري، کلتوري، ورزشي او نورو ګټورو برنامو زمینه برابره کړي.
نوموړي زیاته کړه؛ د همدې موخې لپاره به ډېر ژر په جلال آباد ښار کې د ځوانانو فکري روزنې لپاره یو لوی ښوونیز مرکز جوړ شي، چې زرګونه ځوانان به پکې په زده کړو بوخت وي.
#پولیس_راډیو