slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې د اندونیزیا ۲۰۲۶ اسیا جام ته د لارموندنې سیالیو په وروستۍ سیالي کې میانمار هیواد  ته د "  ۸ – ۰ "  ګولونو په ستر توپیر ماته ورکړه او نېغ په نېغه د اندونیزیا ۲۰۲۶ اسیا جام سیالیو ته ووتله.

د اندونیزیا ۲۰۲۶ اسیا جام  سیالۍ به د دغه هېواد په کوربتوب د ۱۶ هېوادونو په ګډون ترسره شي. د فوټسال ملي لوبدلې د دې سیالیو په خپله لومړۍ لوبه کې خپلې سیالې لوبډلې مالدیف ته د " ۱۰ - ۱" ګولونو په ستر توپیر ماته ورکړې وه.

د ویلو ده، چې یادې سیالۍ د ۳۱ هېوادونو په ګډون په اتو ګروپونو کې د میانمار هېواد په یانګون ښار کې د روانې میلادي میاشتې په ۲۰مه پیل شوي او نن( چهار شنبه، د سپټمبر ۲۴ مه) به پای ته ورسېږي.