slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

هرات ښار کې د ترافیکي ګڼه‌ګوڼې کمولو او ښاري ښکلا زیاتولو په موخه، هرات ښار کې تر ځمکې لاندې د یوه سړک د جوړولو چارې پیل شوې.

د جوړو شویو مراسمو پر مهال، د هرات والي شیخ مولانا نور احمد اسلام‌جار وویل چې دغه پروژه د ښار د اوسېدونکو د ستونزو کمولو لپاره پلې کېږي. د هرات ښاروالۍ ویاند محمد ناصر آرمل څرګنده کړه چې یاد سړک به د ښار دویمه او درېیمه ناحیه کې د ۶۶۰ مترو په اوږدوالي او ۸ مترو په سور جوړ شي، او د دې پروژې ټول لګښت ۶۵ میلیونه افغانۍ دی چې د ښاروالۍ له پراختیايي بودیجې تمویل کېږي.

د پروژې انجینر ډاډ ورکړی چې کارونه به د نړیوالو معیارونو مطابق او په ټاکلي څلور میاشتنۍ موده کې بشپړ شي. د هرات اوسېدونکو دغه پروژه هرکلی کړی او دا یې د ترافیک د کمېدو او د سړکونو د خوندیتوب په برخه کې مهم ګام بللی دی.