د خوست په ځاځي میدان کې د زراعتي بوټو کېنولو په کمپاین کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
د خوست ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسؤلان وايي، د ځاځي میدان ولسوالۍ اړوند مغل خېلو کلي په غرنۍ سيمه کې د اُفرین مؤسسې په همکارۍ، د ۴۰ زره ۵۰۰ چارمغزو کېنولو پروژه کې شاوخوا ۶۰۰ کاريګرو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
ياده دې وي چې دغه پروژه په دريو پړاونو کې تطبیق کیږي، چې دوه پړاوونه يې بشپړ او د پاتې دریم پړاو چارې يې ۸۵ سلنه بشپړې شوې دي.
#پولیس_راډیو