۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو په تېر يوه کال کې سلګونه عرادې نظامي وسایط او بيلابيل ډوله وسلې ترميم کړي.
ملي دفاع وزارت وايي،په تیر یو کال کې د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو د حمايوي لوژستيکي کنډک اړوند ورکشاپونو کې د مسلکي او تخنیکي پرسونل له لوري د قول اردو،قرارګاه او جزوتامونو اړوند ۲۰۱۰ عرادې بېلابیل ډول نظامي وسایط او ۲۲۷ ميله سپکې او درنې وسلې ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.