د ننګرهار کانال د ارزونې راپور وړاندې شو
د ننګرهار کانال شرکت ته د لېږل شوي پلاوي د ارزونې راپور د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزير مولوی عطاء الله عمري ته وړاندې شو.د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري په لارښوونه د کرنې وزارت د مقام سلا کار انجینر شفیع الله مومند، د مالي او حسابي چارو د درېیم پروګرام رییس حامد شفیق او دکرنې وازرت د بشري سرچینو ریاست د کارکوونکو د اجراآتو د ارزونې او سوانح آمر محمد هارون ځدران په ګډون د کرنې وزارت یو پلاوی ننګرهار ته د سفر په ترڅ کې د ننګرهار د کانال شرکت په بېلابېلو څانګو کې یې د ننګرهار د کانال ادارې د کړنو ارزونه وکړه او د کرنې وزیر ته د خپلو کړنو راپور وړاندې کړل.ياد پلاوي د ننګرهار کانال دندې، لاسته راوړنې، ستونزې او د حل لارې چارې بيان کړل او د کانال په سیمه کې په تېرو دوو کلونو کې رامنځته شوي پرمختګونه د پام وړ او هيله بښونکي وبلل. همدارنګه د کرنې وزارت پلاوي د ننګرهار د کانال د پرمختګ لامل د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د رهبرۍ هڅې، د کرنې په برخه کې د بزګرانو او پانګوالو لېوالتیا یاده کړه. په ورته وخت کې مولوي عطاءالله عمري د ننګرهار کانال ته د اړتیا وړ وسایلو په پوره کولو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «د زیتونو فابریکې ته د اړتیا وړ وسایل او ماشینونه باید له نورو هېوادونو څخه وپېرل شي او د بېلګې په توګه دې په ټولو ولایتونو کې بزګرانو ته ورکړل شي، ترڅو بزګران له دغو ماشینونو څخه ګټه پورته او د دوی کرکېله له دودیز بڼې څخه مدرن او عصري بڼه غوره کړي.»د کرنې وزیر د ننګرهار د کانال د کرنیزو او بڼوالۍ د تولیداتو د کچې پر زیاتوالي هم ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: «په ننګرهار ولایت کې د زیتونو د حاصلاتو د کچې لوړولو ته اړتیا ده، ځکه چې د ننګرهار کانال په یوه شرکت بدل شوی، نو د تولیداتو یې باید ډېر او د لا اغېزمنتوب او پراختیا په پار یې باید کړنې سوداګریزې شي.