slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هلمند ولایت امنیتي چارواکو خبر ورکړی چې یوه ښځه چې د هرات ولایت څخه تښتېدلې وه، د لښکرګاه ښار په لومړۍ امنیتي حوزه کې د نغدو پیسو، قیمتي سرو زرو او  جایدادونو له اسنادو سره یوځای نیول شوې ده.

د هلمند امنیه قوماندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت مسؤولین وايي، یاده ښځه چې د یو ځوان هلک سره له هرات څخه تښتېدلې وه او هڅه یې کوله چې له هېواده بهر وتښتي، د کشفي معلوماتو پر بنسټ ونیول شوه.

د نیول کېدو پر مهال له دې ښځې سره ۳۹۰۰۰ افغانۍ نغدې پیسې، شاوخوا ۸ میلیونه افغانیو په ارزښت سره زر، او ۵ میلیونه امریکايي ډالرو په ارزښت د جایدادونو اسناد هم ترلاسه شوي دي.

چارواکي زیاتوي چې په دې قضیه کې د یادې ښځې ترڅنګ یو ځوان هلک او بله ښځه هم نیول شوي دي. دا درې واړه اوس مهال د نورو څېړنو او اسنادو د پلټنو لپاره د هرات ولایت جنايي مدیریت ته لېږدول شوي دي.

امنیتي بنسټونه وايي، د دې قضیې په تړاو لا هم پلټنې دوام لري.