slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین دا نن یکشنبه تیانجین ته ورسېد چې د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې ګډون وکړي. په دغه سازمان کې چین، روسیه، هند، پاکستان او ایران شامل دي او د لوېدیځو سازمانونو پر وړاندې بدیل بلل کېږي.

اسوشیټېډپرېس خبري اژانس د پوتین په حواله لیکلي چې دا غونډه به د څواړخیز نړۍوال نظم په جوړېدو کې مرسته وکړي.

په دې غونډه کې د ترکیې، ایران او هند مشران هم ګډون کوي. تمه ده چې په دې غونډه کې د اوکراین او نورو سیمه‌ییزو مسایلو په اړه بحثونه وشي.