ملګرو ملتونو پر الجولاني خپل شته بنديزونه پای ته ورسول.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا د سوریې پر ولسمشر احمد الشرع او د کورنیو چارو پر وزیر د امریکا د متحده ایالاتو د غوښتنې په اساس د بندیزونو د لغو کولو پرېکړه وکړه.
رویټرز راپور ورکړی چې د امنیت شورا د ۱۵ غړو په منځ کې ۱۴ هېوادونو موافقه وکړه او یوازې چین یو ممتنع رایه ورکړه. د پرېکړې له مخې، د سوریې یاد چارواکي نور د نړیوالو بندیزونو تابع نه دي، چې دا کار د دمشق او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اقتصادي او سیاسي تعامل لپاره نوی فرصت برابروي.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مې میاشتې په خبرو کې ویلي وو چې د سوریې پر وړاندې یې د بندیزونو ستراتیژي بدلوي، او دا اقدام یې د «واشنګټن په سیاست کې د مهم بدلون» په توګه یاد کړی دی. ټرمپ د پنجشنبې په ماښام په خپلو څرګندونو کې وویل: «احمد الشرع په سیمه کې ستونزمن حالت ښه مدیریت کړی؛ موږ له هغه سره ښې اړیکې لرو او په سوریه کې د پام وړ پرمختګونه شوي دي.»
نوموړي زیاته کړه چې د بندیزونو لرې کول د سوریې د اقتصادي بیارغونې او ټولنیز پرمختګ لپاره فرصت برابروي.
دا پرېکړه په داسې وخت کې شوې چې ټاکل شوې د سوریې ولسمشر د راتلونکې دوشنبې په ورځ سپینه ماڼۍ کې د امریکا له ولسمشر سره رسمي لیدنه ولري. تحلیلګران وایي، د امنیت شورا د بندیزونو لغو کول د دمشق او واشنګټن د اړیکو په عادي کولو کې یو مهم ګام ګڼل کېږي، او د سوریې په اقتصادي او سیاسي جوړښت کې هم اغېزناکه رول لوبوي.
د امنیت شورا دغه پرېکړه ښيي چې د سوریې د بیا رغونې او نړیوالو اړیکو د پراختیا لپاره د امریکا او ملګرو ملتونو هڅې دوام لري، خو دا به وخت ونیسي چې د سیمهییزو شخړو او اقتصادي ستونزو حل لاره پیدا کړي.


