هلمند ولايت کې ۱۱۰ تنه روږدي له خپلو کورنيو سره یوځاي شول.
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت د هلمند ولایت اړوند د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت لخوا ۱۱۰ تنه روږدي، چې مخکې د یاد ولایت له مختلفو سیمو څخه را ټول شوي وو له درملنې وروسته رخصت او خپلو کورنیو ته وسپارل شول.