پاکستان؛ د هند په خاوره کې به دننه عملیات وکړو.
د
پاکستان پوځ هند ته خبرداری ورکړی، چې نوی ډیلی به د پوځي برید په صورت کې
له پرېکنده ځواب سره مخ شي. د پاکستان پوځ وايي، چې د هند په خاوره کې
دننه به عملیات وکړي. د
پاکستان پوځ ویاند احمد شریف چوهدري د اېکونومېسټ سره په یوې مرکه کې ګواښ
کړی که اړتیا وي؛ نو پاکستان به د هند له ختیځ نه خپل عملیات پیل کړي. هغه
زیاته کړې، هند باید پوه شي چې د هېواد هره سیمه یې په نښه کېدای شي. دغه
څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د مئ په میاشت کې تر پوځي نښتې وروسته د
دواړو اټومي وسلو لرونکو هېوادونو ترمنځ تاوتریخوالی ډېر شوی دی.