slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د روغتیا او یونېسف نړیوالو سازمانونو، بیل ګیټس بنسټ او د ګوزڼ سره د مبارزې بورډ له لوړپوړي پلاوي سره ناسته کړې.

په دې ناسته کې د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، د روغتیا نړیوال سازمان حوزوي مشرې اغلې دوکتور حنان بلخي ، د یونیسف سازمان حوزوي مشر سنجی ویجیسیکرا ، د بیل ګېټس بنسټ استازو، د یونېسف سازمان د افغانستان لپاره مشر ډاکټر تاج الدین اویلا، د پولیو ناروغۍ سره د مبارزې د ختیځې مدیترانې حوزې مشر ډاکټر حامد رضا جعفري او یو شمیر نورو مسوولینو شتون درلود.

د عامې روعتیا وزارت وایي، چې دې ناسته کې د روغتیایي خدماتو د پراختیا او روڼتیا، د روغتیایي سیستم د ملاتړ، د ساري ناروغیو مخنیوي، د ګوزڼ له منځه وړلو، په چارو کې د ښې همغږۍ را منځته کولو، افغان علمي کادرونو ته د لومړیتوب ورکولو، د روغتیایي او تشخیصیه کارکوونکو ظرفیت لوړونې او یو شمېر نورو اړینو موضوعاتو په اړه خبرې شوې دي.

مولوي نور جلال جلالي ویلي: “ نړیوال ادارات باید د روغتیا نوې جوړې شوې ملي پالیسۍ سره مطابق خدمات عیار کړي او د خدماتو وړاندې کولو پر مهال دې ورته ځانګړې پاملرنه کوي”.

نوموړي زیاته کړې، د عامې روغتيا وزارت د نورو ساري ناروغیو تر څنګ د ګوزڼ له منځه وړلو ته هم ژمن دی، چې په دې برخه کې د واکسین ښه تطبیق او لمړنیو روغتیایي خدماتو ته لاسرسی اړین دی.

ښاغلي جلالي، د وزارت کاري شریکانو ته د پولیو واکسین د تطبیق په برخه کې د همکارۍ او شته ستونزو د حل ډاډ څرګند کړی او له هغوی یې غوښتي، چې همغږي باید لا زیاته او د چارو د لا ښه والي په موخه باید ګډ تصامیم ونیول شي.

 ورته مهال د روغتیا نړیوال سازمان د ختیځې مدیترانې سیمه‌ییزې مشرې ډاکټر حنان البلخي د ګوزڼ واکسین د اغېزمن تطبیق، د روږدو ناروغانو درملنې او د روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په برخو کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.