slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان اسلامي امارت د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د ازبیکستان د ملي امنیت له رئیس جنرال قربانوف باخودیر او ورسره مل پلاوي سره رسمي ناسته وکړه.

په دې ناسته کې د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري، د مخدره توکو پر ضد د مبارزې مرستیال ملا عبدالحق همکار، او د عامه ساتنې مرستیال مولوي سعیدالله حماس هم حضور درلود.

خلیفه صاحب د ازبیکستان پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او دغه ناسته یې د دوه‌اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهمه وبلله.

یاده لیدنه کې د افغانستان او ازبیکستان تر منځ د امنیتي همکاریو پر پراختیا، د کرنیزو او مصنوعي مخدره توکو د مخنیوي پر څرنګوالي، او د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ د دوام پر اهمیت خبرې وشوې. همداراز، د اقتصادي اړیکو د لا پیاوړتیا ژمنې هم وشوې.

په پای کې، جنرال قربانوف د افغانستان له لوري د ازبیکستاني اقتصادي پروژو د امنیت د خوندي کولو له امله د کورنیو چارو وزیر څخه مننه وکړه او د دوه اړخیزو همکاریو پر دوام یې ټینګار وکړ.