slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

 کابل ښاروالۍ او د کورنیو چارو وزارت د ترافیک پولیسو عمومي ریاست ترمنځ د کابل ښار په څلورلارو کې د ترافیکي ګڼه‌ګوڼې د کمولو په موخه یوه همغږۍ ناسته وشوه.

په دې ناسته کې د کابل ښاروالۍ د ودانیزو چارو مرستیال، انجنیر عامر زمرک یاسر، او د ترافیک پولیسو عمومي رئیس ملا سیدرحیم جاهد ګډون وکړ او د ترافیکي بهیر د ارزونې، د ترافیکي څراغونو د نصب او د وسایطو د حرکت د لیکو د تنظیم په اړه مفصلې خبرې وشوې.

ښاغلي یاسر په دې ناسته کې وویل چې د ښار په ډېرو څلورلارو کې د ترافیک بهیر ستونزې شته، او د دوی د تخنیکي ټیمونو لخوا شوې سروې ښيي چې هندسي بڼه او د څراغونو سیسټم په ډېرو ځایونو کې مناسب نه دی. هغه زیاته کړه چې د دې ستونزو د حل لپاره طرحې جوړې شوې دي او ډېر ژر به د پلي کېدو لپاره اقدامات وشي.

همدارنګه ښاغلي یاسر وویل چې د دغو نوو اقداماتو موخه د ترافیکي ګڼه‌ګوڼې کمول، د ښاریانو د تګ راتګ اسانتیا او خوندي تګ راتګ دی. هغه همدارنګه د ترافیک پولیسو ریاست ته د لا زیاتو همکارۍ غوښتنه وکړه.

ملا سیدرحیم جاهد، د ترافیک پولیسو عمومي رئیس، د کابل ښاروالۍ له هڅو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ چې د ترافیک نظم د پیاوړي کولو لپاره به دوی هر اړخیزه ملاتړ وړاندې کړي.

په لومړي پړاو کې به د ترافیک څلورلارې په ازمایښتي ډول د سګنلایز یا ترافیکي څراغونو په سیسټم مجهز شي، او د دې ازموینې پایلې به د کابل ښار شاوخوا ۵۰ نورو څلورلارو کې د ورته اقداماتو لپاره لارښوونه وکړي.

دې ګامونو هیله مندي پیدا کړې چې په کابل ښار کې د ترافیکي ګڼه‌ګوڼې کچه به د پام وړ کمه شي او د ښار اوسېدونکو ته به اسانتیاوې برابرې شي.