په کشمېر کې د سیلانیانو وژل کېدو د هند او پاکستان اړیکې لا نورې سره خړېپړې کړې دي.
د کشمیر په پهلګام کې د وسلهوالو له لوري پر ګرځندویانو له مرګوني برید وروسته د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي ژمنه کړې، چې بریدګرو او ملاتړو ته به یې سخته سزا ورکړي.
د هند لومړي وزیر پر خپله ایکس پاڼه لیکي:” موږ به دوی د ځمکې تر تله تعقیب کړو. “
هند له دې برید یوه ورځ وروسته اعلان کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ مهمه سرحدي لاره (واګه بندر) تړي، د سند د اوبو برخه کې شوې هوکړه ځنډوي او یو شمېر پاکستاني ډیپلوماتان له خپلې خاورې باسي.
ورته مهال اسلام اباد د پاکستان پر وړاندې د هند دغه اقدامات ناسم بللي او په ځوابي اقدام کې یې له هند سره ټولې سوداګریزې اړیکې پرې، د هندي وګړو لپاره یې د ویزو صادرول درولي او صادر شوې ویزې یې هم لغوه کړې دي.
له دې سربېره د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف له الجزیرې سره په یوه مرکه کې ویلي:” زه د هند د حکومت له لوري ترسره کړې ادعاوې ردوم او پاکستان په کشمیر کې له هیڅ فعالې وسلوالې ډلې سره اړیکه نهلري“.
د یادونې ده، چې وسلوالو تېره چهارشنبه د جمو- کشمیر ایالت په پهلګام سیمه کې پر ګرځندویانو برید وکړ، چې له کبله یې ۲۶ سېلانیان ووژل شول او ۳۶ نور یې ټپيان کړل.