د پکتیا ولایت مقام رسنیز دفتر؛ د پکتيا ولايت روحاني بابا ولسوالۍ «شاهيکوټ» تاريخي سيمې ته د سړک جوړولو چارې پيل شوې.
د پکتيا والي ملا مهرالله حماد د روحاني بابا ولسوالۍ (شاهيکوټ) تاريخي او جهادي سيمې ته د سفر پر مهال دې سيمې ته د غزيدلي سړک د جوړولو چارې پرانيستې.
ياد سرک د پکتيا ولايت مقام تر چتر لاندې د اضطراري کميټې لخوا جوړيږي، چې په کې د نوي مسير تېرول، کټينګ، جغل اچونه، د ځمکې له سطحې د مسير لوړول او د مهمو پلونو او پلچکونو جوړول شامل دي. دغه پروژه شاوخوا ۱۵ کيلومتره اوږدوالی لري، چې د روحاني بابا زيارت ته لۀ ګرځيدلې لارې څخه پيل تر شاهيکوټ تاريخي سيمې پورې غځول کېږي.
په پرانيست غونډه کې د پکتيا والي الحاج ملا مهرالله حماد تر څنګ يو شمېر مسؤلين، د روحاني بابا ولسوالۍ مرستيال ولسوال او قومي مشران حاضر وو.
د پکتيا والي الحاج ملا مهرالله حماد د قومي مشرانو سره په خبرو کې د شاهيکوټ د خلکو د تاريخي قربانيو او جهادي رول ستاينه وکړه. والي صاحب ډاډ ورکړ، چې د سړک جوړولو ترڅنګ به د سيمې د خلکو لپاره نورې پرمختيايي پروژې هم پيل شي.
هغه زياته کړه: "له پرمختيايي خدماتو بې برخې او د لري پرتو سيمو خلکو ته خدمت کول زموږ دنده ده او دې برخې ته به ځانګړې پاملرنه کېږي."
قومي مشرانو د سړک جوړول يو مهم ګام وباله او څرګنده يې کړه، چې دا پروژه به د سيمې ډېری ستونزې راکمې کړي. هغوی ټينګار وکړ چې د شاهيکوټ خلک له اوږدې مودې راهيسې له بنسټيزو خدمتونو محروم پاتې دي او غوښتنه يې وکړه چې پاملرنه ورته نوره هم زياته شي.