د حماس او اسراییلو مذاکراتي ټیمونو د لومړۍ ورځې په خبرو کې مثبت پرمختګ کړی.
الجزیره خبري شبکه د باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې د حماس اسلامي غورځنګ او د اسرائیلي رژیم ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو لومړۍ ورځ په «مثبت» پرمختګ سره پای ته رسېدلې ده.
د راپور له مخې، ټاکل شوې دغه مذاکرات نن (سهشنبه، د تلې ۱۵مه) هم ادامه ومومي. په لومړۍ ورځ کې د دواړو لوریو ترمنځ د بندیانو د تبادلې، اوربند، او غزې ته د بشري مرستو د لېږد په اړه خبرې شوې دي.
په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د دوه کلنې جګړې د پای ته رسولو په موخه دا مذاکرات په مصر کې پیل شوي دي. په دې جګړه کې لږ تر لږه ۶۷،۱۶۰ فلسطینیان وژل شوي او ۱۶۹،۶۷۹ نور ټپیان شوي دي.
د راپورونو له مخې، د صهیونیستي اشغالګرو دا دوه کلنه جګړه په غزه کې تحمیلي لوږه او قحطي رامنځته کړې، چې د ملګرو ملتونو او ګڼو هېوادونو او سازمانونو له لوري نسلوژنه ګڼل شوې ده.
سره له دې چې مذاکرات پیل شوي، د اسرائیلي عسکرو د غزې په مختلفو سیمو کې لږ تر لږه ۱۰ فلسطینیان وژل شوي، چې درې یې د بشري مرستو د وېش په مرکزونو کې په نښه شوي دي.