د کډوالو چارو وزارت د پاکستان دولت ته په اشارې؛ کډوالو ته باید ورکړل شي، چې خپل مالونه او شتهمنۍ له ځانو سره خپل هېواد ته راوړي.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغان کډوالو د اجباري اخراج لړۍ د اسلام او نړیوالو قوانینو خلاف عمل دی.
اعلامیه کې راغلي، چې اسلامي امارت د کډوالو لپاره چمتووالی پیل کړی او دغو کډوالو ته باید اجازه ورکړل شي، چې خپل مالونه او شتمني له ځانه سره راوړي. اعلامیه کې له نړیوالو سازمانونو څخه غوښتنه شوې، چې له کډوالو سره مرستې وکړي.