امر بالمعروف، نهی عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو وزارت وايي چې په تېره یوه اونۍ کې یې په بېلابېلو برخو کې یې فعالیتونه کړي او هېوادوالو ته یې خدمتونه وړاندې کړې دي.
امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د خپلې تېرې اونۍ د کړنو راپور خپور کړی چې له مخې یې په ټول هېواد کې د دیني، ټولنیزو او اداري چارو په برخه کې ګڼ فعالیتونه ترسره شوي دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې موده کې یو شمېر هغه کسان چې په بېلابېلو جرمونو لکه جادويي کړنو، سودي معاملو او اخلاقي مفسداتو تورن وو؛ د قانون منګولو ته سپارل شوي دي. همدارنګه لسګونه ښځې چې د جبري نکاح ښکار شوې وې، د خپلو شرعي حقونو خاوندانې شوې دي.
په راپور کې راغلي چې د خلکو ګڼ شمېر شخړې، د کورنیو او قومونو تر منځ دښمنۍ له منځه وړل شوې او پر ځای یې د سولې او تفاهم فضا رامنځته شوې ده. وزارت زیاتوي چې د عامه پوهاوي لپاره سلګونه دینی او ټولنیزې ناستې د محصلینو، علماوو او قومي مشرانو په ګډون ترسره شوې دي.
دغه راز، د بازارونو او مارکېټونو څارنې ترڅنګ د تيلو پمپونو، تجارتي مرکزونو او روغتونونو لپاره د لمانځه ځایونه هم برابر شوي دي. وزارت وايي چې په رسنیو کې د څارنې پر مهال یو شمېر متخلفین احضار او د اصلاح برنامې ورته پیل شوې دي.
د راپور له مخې، سلګونه لیوني او رواني ناروغان راټول او د درملنې لپاره اړوندو مرکزونو ته استول شوي دي، او همدارنګه د محبسونو له بندیانو سره د لیدنو پر مهال د هغوی قانوني شکایتونه اورېدلي او اړوندو ادارو ته رسېدلي دي.
وزارت همدارنګه خبر ورکړی چې د عیسویت د تبلیغ او الحاد په تور درې تنه نیول شوي چې څېړنې یې روانې دي.
د یاد وزارت د اعلامیې په پای کې راغلي چې دا ډول فعالیتونه د اسلامي ټولنې د اصلاح، د خلکو حقونو د تأمین او د فساد مخنیوي په موخه دوام لري او وزارت ژمن دی، چې خپل قانوني او دعوتي مسؤلیتونه به په ټول هېواد کې پر مخ وړي.


