slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image


د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کويټ هېواد د پارلمان له پخواني غړي دوکتور دجیح خلف الشري، د خیره بنسټ له غړي جارالله او سوداګر الشیخ فهد الهنان سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې مولوي عبدالکبیر ویلي، چې له اسلامي هېوادونو سره مثبتې اړیکې اسلامي امارت ته لومړیتوب لري.

 نوموړي زیاته کړې، اسلامي امارت په افغانستان کې د مسول نظام په توګه د هېواد د پرمختګ لپاره کار پيل کړي او هڅه کوي چې په سیمه کې د یوه اغېزمن نظام په توګه خپلو اقتصادي چارو ته دوام ورکړي.

دغه راز دوکتور دجیح خلف الشري ویلي، چې افغانستان ته یې د سفر موخه له اسلامي نړۍ او کویټ هېواد سره د اسلامي امارت د اړیکو پياوړتیا ده.

نوموړي زیاته کړې، د اسلامي هېوادونو ترمنځ نږدې او مثبتې اړیکې د وخت اړتیا ده او باید پياوړتیا ته یې کار وشي.

ښاغلي الشري په افغانستان کې د اسلامي امارت له بریا وروسته د افغان ولس لاسته راوړنې ستایلي او یادونه یې کړې، چې افغانان د پرمختګ او اقتصادي ودې له لپاره ګڼ فرصتونه لري.

نوموړي څرګنده کړې، چې له اسلامي نړۍ سره د اسلامي امارت د مثبتو او رغنده اړیکو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.