slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د ننګرهار ولایت د امنیه قومندانۍ اړوند امنیتي ځواکونو د مومندرې ولسوالۍ د باسول کلي درې تنه د ځنګلونو د ناقانونه پرېکولو په تور نیولي دي.

نیول شوي کسان اوسمهال د لومړنیو پوښتنو او څېړنو لاندې دي، او د دوسیې تر بشپړې څېړنې وروسته به د عدلي او قضایي ارګانونو سپارل کېږي.

د ننګرهار امنیه قومندانۍ ټینګار کوي چې د طبیعي شتمنیو د ساتنې لپاره به هیڅ ډول ناقانونه کړنې ونه زغمل شي، او د ځنګلونو د پرېکولو او د چاپېریال د تخریب مخنیوي لپاره جدي اقدامات دوام لري.