افغانستان نن د بنګلهدېش پر وړاندې د شلاوریزو لوبو لړۍ پیلوي.
د افغان کرکټ ملي لوبډله نن د درې شلاوریزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې له بنګلهدېش سره د سیالۍ ډګر ته ښکته کېږي.
د کرکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات ویلي چې دا لوبه به نن ماښام د متحده عربي اماراتو په شارجه کرکټ لوبغالي کې د کابل پر وخت په اووه بجې پیل شي.
د کرکټ بورډ د مهالویش له مخې، د دغې لړۍ دویمه سیالي سبا کېږي او وروستۍ، درېیمه لوبه د اکټوبر په پنځمه نېټه د دواړو لوبډلو ترمنځ کېږي.
افغان لوبډله به تر شلاوریزو وروسته له بنګلهدېش سره د درېیو یو ورځنیو لوبو لړۍ هم ولوبوي چې د پلان له مخې، د لومړۍ لوبې نېټه د اکټوبر ۸مه، دویمه د ۱۱مه او درېیمه د همدې میاشتې ۱۴مه ټاکل شوې ده.
د کرکټ بورډ په خبره، د دې سیالیو له پای ته رسېدو وروسته به افغانستان زمبابوې ته سفر وکړي او د هغه هېواد پر وړاندې به یوه ټېسټ او درې شلاوریزې لوبې ترسره کړي.
د افغانستان او زمبابوې ترمنځ ټېسټ لوبه د اکټوبر په ۲۰مه پېلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۴مې دوام کوي. تر هغې وروسته، دواړه لوبډلې د اکټوبر په ۲۹مه، ۳۰مه او د نومبر په دویمه درې شلاوریزې لوبې ترسره کوي.