د پنجشېر ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې وايي چې په لومړي وار د دې ولایت د ولایتي روغتون د جوړولو لپاره د ۱۴۸ میلیونه افغانيو په ارزښت پروژه منظوره شوه.
د پنجشېر روغتیايي سیستم چې وړاندې د ۵۰ سلنه خلکو غوښتنو او ستونزو ته ځواب ویونکی نه و؛ د اسلامي امارت له راتګ وروسته او په ځانکړي ډول تېر دوه کاله د ولایت د رهبرۍ په ځانګړې پاملرنه پکې بنسټیز بدلونونه راغلي دي.
د دې ولایت د رخې روغتیايي مرکز چې د مرکزي روغتون کار ترې اخیستل کېږي، ۵۰ بستر ته لوړ شوی، د ناروغیو د تشخیص عصري وسایل چې ان ساری يې په ګاونډیو ولایتونو کې نه لیدل کېږي راوړل شوي، د ولایت ټولو روغتیايي مراکزو ته لمریزه برېښنا جوړه شوې، او اوس د هېواد په کچه لابراتوار لري او عملیات ترسره کېږي، چې ان د مرکز او ګاونډیو ولایتونو ورته د درملنې په موخه ناروغان راځي.
پنجشېر کې د مرکزي روغتون د نه شتون او په تېر کې د نه پاملرنې له امله د دې ولایت خلکو خپل ناروغان د دې ولایت د رخې ولسوالۍ او یا هم ګاونډیو ولایتونو ته د درملنې لپاره وړل اوس به د ۱۰۰ بستریز روغتون په جوړېدو سره یادې ستونزې حل شي .
د پنجشېر والي ښاغلی حافظ محمد اغا حکیم وايې؛ د دغه روغتون په جوړېدو سره به د دې ولایت د مرکز ولسوالیو او لرې پرتو سیمو ناروغان په همدې ولایت کې تداوي کېږي او معياري روغتيايي خدمات به وړاندې کېږي.
په دغه روغتون کې به جراحي، د ماشومانو، ښځو او زیږون برخې، ارتوپیدي، سترګې، غوږ درملنه او نور اړین خدمات په معیاري ډول وړاندې کېږي او په جوړونه به يې ۱۴۸ میلیونه افغانۍ لګښت راشي.
بل لور ته د پنجشېر اوسېدونکي خوښ دي؛ د اسلامي امارت څخه د مننې ترڅنګ وايې: په تېرو شلو کلونو کې يې له نامه او ځوانانو یواځې استفاده کېدله او هیڅ برخه کې يې دردونو ته پاملرنه نه ده شوې .