slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، د ایران خلک له نږدې پنځو لسیزو راهیسې له لومړنیو انساني حقوقو څخه محروم دي. هغه له ایرانیانو غوښتي چې سړکونو ته راووځي او د مبارزې له لارې خپله ازادي ترلاسه کړي، او باید په دې برخه کې خطر ومني.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي، «د ایران خلک له ۴۶ کلونو راهیسې له لومړنیو انساني حقوقو محروم دي»

هغه د ایران خلکو ته په وینا کې زیاته کړې، «د ایران دیکتاتورانو د خلکو د راتلونکې د جوړولو پر ځای، پر هغوی استبداد او فقر تپلی دی، د ایران خلک د داسې رهبرانو وړ نه دي چې د جګړې پر مهال تښتي او هغوی یوازې پرېږدي.»

نتنیاهو همداراز ایران ولس ته ویلي، «سړکونو ته راووځۍ او خپله ازادي وغواړۍ، له تاسو غواړم چې دا زړورتیا ولرۍ، د خپلو هیلو د پوره کولو توان پیدا کړۍ، د ځانونو او د خپلو کورنیو د ازادۍ لپاره خطر ومنۍ.»

د اسراییلو لومړي وزیر وویل: «اوس د عمل او د ازادۍ لپاره د مبارزې وخت دی. دغو تعصب ګرو ملایانو ته د دې اجازه مه ورکوۍ چې ان د یوې دقیقې لپاره هم ستاسو ژوند لمنځه یوسي.»

یاده دې وي چې له دې وړاندې هم د اسراییلو لومړي وزیر له ایران سره د جګړې پر مهال پر ایرانیانو غږ کړی و چې د خپل شته نظام پر وړاندې دې پاڅون وکړي.