slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د وینزویلا په خاوره کې یې پر یوې کښتۍ برید کړی، چې د امریکا په لور یې نشه‌يي توکي انتقالول. نوموړي زیاته کړې چې که اړتیا وي، متحده ایالات به د نشه‌يي توکو د قاچاق پر وړاندې ځمکني عملیات هم ترسره کړي.

دا برید د وینزویلا په خاوره کې د امریکا دویمه پوځي اقدام دی. د لومړي برید په وخت د وینزویلا ولسمشر نیکولاس مادورو سخت غبرګون ښودلی و او خبرداری یې ورکړی و چې د هېواد پر ضد د امریکا هر ډول بیا ځلي اقدام ممکن مستقیمې جګړې ته لاره پرانیزي.

تر اوسه د وینزویلا ولسمشر په اړه د امریکا وروستي برید رسمي غبرګون نه دی ښودلی، او معلومه نه ده چې دوی به د دې اقدام په وړاندې څه ډول چلند وکړي. مادورو مخکې ویلي و چې امریکا هڅه کوي د عراق په څېر د بهانو په وسیله د وینزویلا خاوره کنټرول کړي.