slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

غزه کې د اسرایلي اشغالګرو ځواکونو او حماس غورځنګ ترمنځ د څلور ورځېني اوربند پرون وروستۍ ورځ ده او هڅه کېږي دغه اوربند د یوې یا څو نورو ورځو لپاره وغځول شي. حماس غورځنګ ویلي، چې دوی د اوربند غځولو او له شلو تر څلوېښتو نورو اسرایلي او نورو بهرنیو اسیرانو خوشې کېدو او د فلسطیني هغو په بدل کې تبادلې ته چمتو دي. ورته وخت کې امریکایي ولسمشر جوبایډن سپینې ماڼۍ کې خبریالانو سره په خبرو کې ویلي چې هڅه کوي د لا ډېرو بندیانو د تبادلې او غزې ته د نورو ډېرو بشري مرستو د رسولو په موخه دواړه لوري د اوربند غځولو ته قانع کړي. وروسته ترهغې چې د تېرې جمعې په ورځ د حماس غورځنګ او اسرایلي اشغالګرو ترمنځ څلور ورځېنی اوربند اعلان شو، تر دا مهاله د دواړو لوریو ترمنځ درې ځلې د بندیانو تبادله شوې او ۱۷۵ تنه د دواړو لوریو تبادله او ازاد شوي دي. د اسیرانو او بندیانو په دغې تبادله کې ۳۹ اسرایلیان، ۱۱۷ فلسطینیان، ۱۷ ټایلنډیان، یو فیلپیني او یو روسي اسرایلي وګړی خوشې شوي دي. اسرایلي چارواکو ویلي، چې د نن وروستۍ ورځې لپاره یې هم د ۱۱ تنه اسریلي اسیرانو لېست ترلاسه کړی، چې ټاکل شوې نن د حماس له لوري خوشې شي.