slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

 د فراه د شيبکوه ولسوالي په ششک کلي کې د ۸ ميليونه او ۲۰ زره افغانيو په لګښت د څښاک پاکو اوبو  رسولو د شبکې رغنيزې چارې  پيل شوې.

د فراه د کليو بيارغونې او پراختيا ریس، مفتي محمد نسيم سرهنګ وویل، چې دغه شبکه د ۵۰ متره مکعبه اوبو د ذخېرې ظرفيت لري او د ۵۳۷ کورنيو لپاره د څښاک پاکې اوبه برابروي. د رغنيزو چارو د بشپړېدو موده څلور میاشتې ټاکل شوې ده.

د سیمې ځايي اوسېدونکي، هدایت الله انوري او حافظ غلام صديق صديقي، د دې پروژې له پيل څخه خوښي څرګنده کړې او ويلي يې دي چې شبکه به نه یوازې د څښاک پاکو اوبو ستونزې حل کړي، بلکې د اوبو سپما او د بې ځایه لګښت مخنیوي کې هم ګټوره ده.

د یادونې وړ ده، چې د دغې شبکې په جوړولو کې به لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شي، او اوسېدونکي هم د شبکې د ساتنې او د اوبو د کم لګښت غوښتنه کوي.