slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هېواد د عامې روغتیا وزارت مسؤلان وايي؛د ا.ا.ا. د عامې روغتیا چارسمبال وزیر ښاغلي مولوي نور جلال جلالي پخپل کاري دفتر کې د افغانستان لپاره د ترکیې له سفیر، جِنک اونال سره وکتل.

سرچينې زياته کړې چې په دې کتنه کې په افغانستان کې د ترکیې هېواد له لوري د ملاتړ کوونکو روغتونونو سره د دوامداره همکاریو پر ملاتړ او پراختیا، افغان روغتیایي پرسونل ظرفیت لوړونې، خصوصي روغتیایي سکتور سره د باکیفیته درملو واردولو پر څرنګوالي، بېړنیو ناروغانو ته د ويزو ورکړې، د مور او ماشوم روغتیا ته پاملرنې، روغتیایي برخه کې پخوانیو تفاهمنامو ته بیا کتنې، اړوندو برخو کې د هوکړو تطبیق او روغتیا برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو اړوند بحث او خبرې ترسره شوې.